Number Times Read : 337      
category

Daily News (105)
Elections 2009 (32)
Afghan affairs (15)
Afghan Profiles (8)
Audios and Videos (8)
Insight Afghanistan (17)
Islam and Muslims (8)
Other (3)
Pashto Books (1)
Pashto language (3)
Pukhtunistan Dispute (2)
 
Stats
Total Articles: 5256
Total Authors: 7730
Total Downloads: 37497


Newest Member
Jenny Seeby
Our Partner Sites

Zmong-Afghanistan.Com
Ya-Qurban.Com Laghman.Net



   

د کنړ بمبارئ کې زده کوونکي وژل شوي وو



[Valid RSS feed]  Category Rss Feed - http://www.HelloAfghanistan.Com/rss.php?rss=390
By : Admin HelloAfghanistan   99 or more times read
Submitted 2009-12-31 03:38:50


د جمهور ریس حامد کرزي یو مشاور اسداله وفا نن خبریالانو ته وویل کوم معلومات چې مونږ ته ددغی پیښی په باب لاس ته راغلي دي ښیي چې وژلی شوي خلک ټول ملکیان وو چې اته تنه یې د دیارلسو کالو او اولسو کالو په عمر د ښوونځي ماشومان و.

د ښاغلي وفا دا څرگندونې په همدی اړه د کونړ د والی سید فضل اله واحدي د مخکینی وینا تصدیق کوي.

په افغانستان کی دناتو د تړون پوځی مقاماتو اعلان کړی ؤ چې د کونړ د ولایت د نرنگ په ولسوالئ کی د ایتلافی قواو دعملیاتو په دوران کی یې نهه کسه وسله وال چریکان وژلي دي.

په عین وخت کې نن په جلال اباد کی په سلگونو محصلین او شاگردان سړکونو ته راووتل او په نرنگ کی یی دایتلافی قواو په لاس ددغو وژنو په خلاف مظاهرې وکړي.

مظاهره چیانو د متحده ایالاتو او دامریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په خلاف خپله غصه او قهر څرگند کړ او ځینو یې دا شعارونه ورکول چې مرگ دې وي په اوباما.

ځینو شاگردانو دا وعده هم وکړه، که بیا دغه شان د ښوونځي ماشومان ووژل شول نو هغوی به خپل درسونه پریږدي او وسلې به راواخلي.

له بلې خوا پرون په افغانستان کی دملگرو ملتونو د مرستو دفتر خپل یو راپور خپور کړ. په راپور کی ویل شوی دي چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي خلکو وژنې په سلو کې لس فیصده د تیر کال په مقایسه زیات شوي دي.

نن بلغاریې اعلان وکړ چه دیرش عسکر به افغانستان ته ولیږي، چې په دی ترتیب هلته به یی د ټولو عسکرو شمیر دری سوه شي.

د بلغاریی عسکر په قندهار کی پراته دی او دهوایی میدان داخلي امنیت ساتي.



Author Resource:-


Article From HelloAfghanistan.Com

Related Articles :

  • There are no related Articles.

HTML Ready Article. Click on the "Copy" button to copy into your clipboard.




Firefox users please select/copy/paste as usual
Sign up
learn more
 
Home
Login
Submit Articles
Submission Guidelines
Top Articles
Link Directory
About Us
Contact Us
Privacy Policy
RSS Feeds

Actions
Print This Article
Add To Favorites